×
د اودس آسانه طریقه

    الميسر في صفة الوضوء

    د اودس آسانه طريقه

    ترتيب كونكى:

    أ. د. أحمد بن محمد الخليل

    (قصيم پوهنتون/ د شرعياتو څانګه / سعودي عربستان)

    بسم الله الرحمن الرحيم

    سريزه

    الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

    أما بعد:

    ما چې کله د (لمونځ طریقه) په نامه کومه مختصره رساله وليکله، نو ځینو درنو ملګرو راته وړاندیز وکړ چې د (اودس طریقې) په اړه هم يوه لنډه ليکنه وکړم، د هغوی دا وړاندیز راته مناسب ښکاره شو، د اوداسه په هکله کومه تفصیلي څېړنه مې چې په لاندې درېوو کتابونو:

    ۱- شرح زاد المستقنع،

    ۲- شرح بلوغ المرام،

    ۳ـ التوضيح المقنع، شرح الروض المربع.

    کې کړې وه، چې د اختلافاتو، دلائلو او راجح قول په شمول ټول اړين معلومات پکې په تفصيلي ډول ذکر شوي، دغه څو پاڼې چې ستاسې محترمو لوستونکو مخې ته ايښي په حقيقت کې د همدغو پورتنيوو کتابونو خلاصه او نچوړ دی. په دې مختصر کې به يوازې د راجح قول په ذکر کولو سره د اودس طریقه په روانو اوعام فهمه عبارتونو کې ستاسې پر وړاندې عرض کړم.

    له الله تعالى څخه غواړم چې دغه کار په خپل دربار کې قبول کړي او د خپلې رضا او خوښۍ سبب يې وګرځوي.

    لیکنه:

    احمد الخلیل

    2/7/1440هجري

    الميسر في صفة الوضوء

    (د اوداسه آسانه طريقه)

    1ـ د علماوو اجماع ده چې د اودس طریقه زده کول پر هرمسلمان فرض ده.

    ۲ـ اودس په اسلام کې له لوړو عباداتوڅخه دی.

    ۳ـ په شریعت کې د اودس ډېر فضائل راغلي دي، زیات حدیثونه د دې وضاحت کوي چې اودس ګناهونه ختموي.

    لکه څنګه چې په مسلم شریف کې د ابوهریره رضي الله عنه په روايت نقل دي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (ألا أدلکم علی ما يمحو الله به الخطايا، و يرفع به الدرجات؟) قالوا: بلی يا رسول الله، قال: (إسباغ الوضوء علی المکاره، و کثرة الخُطا إلى المساجد، و انتظار الصلاة بعد الصلاة، فذلکم الرباط فذلکم الرباط).

    ژباړه: آيا تاسې ته داسې څه ونه ښایم چې الله تعالى پرې ګناهونه ختموي او درجې اوچتوي؟ هغوی -صحابه کراموــ وویل: ولې نه اې د الله پیغمبره! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل له تکليفونو سره سره بشپړ اودس کول، جوماتونو طرف ته زیات قدمونه اخستل او يوه لمانځه پسې د بل لمانځه انتظار، چې دا ستاسې رباط دالله په طاعت کې ځان مصروفول د [دا حدیث امام مسلم په خپل صحیح کې روايت کړی دی، حدیث نمبر:(۲۵۱)]. د (فذلکم الرباط) الفاظو تکرار د اهتمام او تعظیم الشأن په خاطر راغلی دی.

    کله چې یو مسلمان د اوداسه اراده وکړي، نو له الله جل جلاله نه په مرستې او کومک غوښتلو سره دې د لاندې وضاحت په رڼا کې خپل اودس تر سره کړي :

    ۱ـ بايد د اودس لپاره نیت وکړي، دلیل يې: د عمر بن الخطاب رضي الله عنه حديث دی چې نبي عليه السلام فرمايلي دي: (إنما الأعمال بالنيات وإنما لکل امرئ ما نوی).

    ژباړه: بېشکه د عملونو دارمدار په نیت سره دی او د هر سړي لپاره –اجر- د هغه عمل دی چې نیت یې ورته کړی وي.

    ۲ـ درې ځلې د دواړه لاسونو وینځل مستحب دي.

    ۳ـ بیا دې خولې او پوزي ته اوبه واچوي، یو ځل يې فرض او درې ځلې مستحب دي.

    ۴ـ سنت طریقه دا ده چې خولې او پوزې دواړو ته یوه لپه اوبه واچول شي او په جلا جلا لپوهم جائز ده.

    ۵ـ د څلور واړو امامانو په دې خبره اتفاق دی چې خولې او پوزې ته په ښي لاس اوبه اچول پکار دي او پوزه به په چپ لاس سوڼ کوي.

    ۶ـ مخ وینځل یو ځلې واجب دي او درې ځلې مستحب. دلیل يې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ ﴾. [المائدة :6]

    ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی «اې مومنانو»! کله چې لمانځه ته پاځېږئ ـ د لمانځه اراده وکړئ ــ نو خپل مخونه ووینځئ.

    ۷ـ د مخ وینځلو واجب اندازه په اوږدوالې «طول» سره: د سر د ویښتانو د شنه کیدو له ځای څخه د زنې تر لاندينۍ برخې پورې. دغه تحدید د فقهاوو ترمنځ اتفاقي دی.

    ۸ـ د مخ وینځلو واجب اندازه په پلنوالي «عرض»: له یوه غوږ نه تر بل غوږ پورې او دا د څلور واړو امامانو ترمنځ اتفاقي اندازه ده.

    ۹ـ که چېرې په مخ معمولی ویښتان وي او اندام ورځنې ښکارېږي، نو دغه ویښتان او اندام دواړه وینځل واجب دي، ویښتان ځکه واجب دي چې د فرض په ځای کې راختلي دي او دا د څلور واړو مذاهبو اتفاقي خبره ده.

    ۱۰ـ که چېرې پر مخ ویښتان ګڼ وي، نو کوم ویښتان چې د مخ داخل حدودو کې وي وینځل يې واجب دي او کوم ویښتان چې له مخ نه را زوړند وي دهغو وینځل واجب نه دي.

    ۱۱ـ بیا به تر څنګلو پورې دواړه لاسونه ووینځي، الله تعالى فرمائی: (وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ). [المائدة :6]

    ژباړ: او خپل دواړه لاسونه تر څنګلو پورې پريمينځئ.

    یو ځل وینځل واجب دي او درې ځلې مستحب.

    ۱۲ ـ بیا په اوبو سره د سر اوغوږونو يو ځلې مسحه واجب ده. الله تعالى فرمایي: ﴿ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ ﴾. [المائدة :6]

    ژباړه: او خپل سرونه مسحه کړئ، هر ډول مسحه چې دې وکړه جائز ده، خو شرط يې دا دی چې واجب اندازه به مسحه کوئ.

    واجب اندازه د سر مخامخ برخې ویښتانو شنه کیدو له ځای نه تر څټ پورې.

    ۱۳ـ د سر او غوږونو بيا بيا مسحه کول د عامو علماوو په نظر مستحب نه دي.

    ۱۴ـ د مسحې سنت طریقه دا ده: چې د سر مخامخ طرف نه تر څټ پورې دواړه لاسونه یوسي او بیا يې بيرته هماغه ځای ته کش کړي چې شروع يې کړې وه. دلیل: د عبدالله بن زید روايت دی چې: أن رسول الله صلی الله علیه وسلم (بدأ بمقدم رأسه، ثم ذهب بهما إلى قفاه، ثم ردهما إلى المکان الذي بدأ منه). [متفق علیه]

    ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ــ مسحه ــ د سر له مخامخ برخې نه شروع کړه، بیا یې دواړه لاسونه ترڅټ پورې ورسول او بیا یې بيرته همغه ځای ته ورکش کړل له کومه ځايه یې چې شروع کړې وه.

    ۱۵ـ بیا به خپلې دواړه (د شهادت) ګوتې د غوږونو په سورېو کې ننباسي او په غټو ګوتو به د غوږونو بهرنۍ برخې مسحه کړي.

    ۱۶ ـ بیا به خپلې دواړه پښې تر ګِيټو (ښنګرو) پورې ووینځي. دلیل: (و أرجلکم إلى الکعبین). ژباړه: او خپلی پښې له ښنګرو سره ووینځئ.

    یو ځلې وینځل یې واجب او درې ځلې مستحب دي.

    هڅه به کوي چې واجب مقدار پوره ووینځل شي او کوم ځای پاتی نه شي، ځکه په حدیث کې ورباندې سخت وعید راغلی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: (ویل للأعقاب من النار). [رواه البخاري رقم/60]

    ژباړه: په اور دې هلاک شي هغه کسان چې پوندو ته اوبه نه رسوي.

    او له عمر رضي الله عنه نه روایت دی: (أن رجلاً توضأ فترك موضع ظفر من قدم، فأبصره النبي صلی الله علیه وسلم، فقال: (ارجع فأحسن وضوءك، فرجع فتوضأ ثم صلی). [رواه مسلم]

    ژباړه: عمر رضی الله عنه وايې: یو سړي اودس وکړ خو په پښه کې يې د نوک په اندازه ځای له وينځلو نه پرېښود، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ولید، نو ورته ويې فرمایل: واپس شه، ښه پوره اودس وکړه، سړی واپس شو اودس یې وکړ او بیا یې لمونځ وکړ.

    ۱۷ـ په ترتیب سره اندامونه وینځل فرض دي، لکه څنګه چې د اوداسه په آیت کې راغلي دي چې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ﴾ [المائدة 6]

    په اوداسه کې ترتيب مراعت کول ضروري دی، يعنې داسې دې نه کوي چې په وینځلو کې یو اندام له بل نه مخکې کړي، د مثال په توګه د پښو وینځل دې د لاسونو له وینځلو نه نه مخکې کوي.

    ۱۸ـ په پرله پسې او متصله توګه د اندامونو وینځل فرض دي، مطلب دا چې د یو اندام وینځلو کې دې دومره ځنډ نه کوي چې مخکنی اندام یې وچ شي، که دومره تاخیر پکې وشي نو اودس يې فاسدېږي.

    ۱۹ـ له اودس نه وروسته دا دعاء ویل سنت ده: (أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لاشریك له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله).

    ژباړه: ګواهي ورکوم چې له الله نه پرته بل هيڅوک د بنده ګۍ وړ نه دی هغه واحد دی او شریک نه لري او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالى بنده او پیغمبر دی.

    دلیل: د عمر بن الخطاب رضي الله عنه حديث دی وايې: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: ما منکم من أحد يتوضأ فيبلغ- أو: فيسبغ- الوضوء، ثم يقول: أشهد أن لا اله إلا الله، وأن محمداً رسول الله، إلا فتحت له أبواب الجنة الثمانية يدخل من أيها شاء. وفی رواية فذکر مثله، غير أنه قال: من توضأ فقال: أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله). [اخرجه مسلم والترمذي]

    ژباړه: په تاسو کې که څوک پوره اودس وکړي، هر اندام ته اوبه ورسوي او بیا دا دعاء ووایی چې :(أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمداً عبده ورسوله) د جنت اته دروازي به ورته خلاصي شي، خوښه يې چې په کومه يوه باندې ننوځي.

    په بل روایت کې په دې الفاظو سره راغلی دی چې: (من توضأ فقال: أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله).(رواه مسلم)

    * د قيامت په ورځ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر امتیانو د اودس نښې وي چې په هغو سره به پېژندل کېږي.

    فعن نعیم المجمر رضی الله عنه قال: (رقیت مع أبي هریرة علی ظهر المسجد، فتوضأ، فقال: إني سمعت النبي صلي الله عليه وسلم يقول: إن أمتي يدعون يوم القيامة غراً محجلين من أثر الوضوء, فمن استطاع منكم أن يطيل غرته فليفعل). (رواه البخاري) ژباړه: له نعیم المجمر رضي الله عنه نه روایت دی وايي: زه له ابوهریرة رضي الله عنه سره د جومات بام ته ختلی وم، ابوهریره رضي الله عنه اودس وکړ او ويې ویل: ما له نبي علیه الصلاة والسلام نه اوریدلي دي چې ويې فرمایل: د قیامت په ورځ به زما امتيان په داسې حال کې را وبللی شي چې د اوداسه د نښانو په وجه به سپين پړقېږي، څوک چې دا سپينوالى او ښایست زیاتول غواړي نو زیات دې کړي.

    له حذیفه رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: (إن حوضي لأبعد من أيلة من عدن، و الذي نفسي بيده ،إني لأذود عنه الرجال کما يذود الرجل الإبل الغريبة عن حوضه، قالوا: يا رسول الله، وتعرفنا؟ قال:نعم، تردون علي غرا محجلين من آثار الوضوء ليست لأحد غيرکم). [رواه مسلم]

    ژباړه: له حذیفه رضي الله عنه نه روایت دی وايې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: زما حوض له أیلة ــ د شام له ښارونو نه یو ښار دی ــ او عدن ــ یمن کې د یو ښارنوم دی ــ نه زیات لیرې ــ پراخ ــ دی، زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما نفس يې په لاس کې دی، لکه څنګه چې یو سړی له خپل حوض نه نا اشنا اوښان شړي، دغسې به زه هم ځينې خلک له خپل حوض نه وشړم، صحابه کرامو وویل: اې د الله پیغمبره! ته به مونږ پېژنې؟ رسول الله وفرمايل: هو، تاسې به ما ته په داسې حالت کې راشئ، چې د اودس د نښانو په وجه به مو تندي او پښې سپينې ځلېږي، چې له تاسې نه پرته بل هيڅوک به دا ــ نښې ــ نه لري.

    له ابوهریرة رضي الله عنه نه يو بل روايت هم په دې الفاظو راغلي دی چې : قال: نعم، لکم سیما لیست لأحد من الأمم، تردون علي غرا محجلین من أثر الوضوء). [رواه مسلم]

    ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هو، ستاسې به داسې نښې وي چې له تاسې نه پرته بل هيڅ امت به يې نه لري، ما ته به په داسې حالت کې راشئ، چې د اودس د نښانو په وجه به مو تندي او پښې تک سپين ځلېږي.

    وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه و من تبعه الی يوم الدين.