×
‫اسلام د الله د رسولانو دین دی

‫اسلام د الله د رسولانو دین دی

اسلام د کائناتو خالق او د چارو سمبالوونکي ذات ته د محبت او تعظیم له مخې تسلیمېدلو ته وایي. د اسلام اساس په الله جل جلاله ایمان لرل دي، او دا چې هغه خالق دی او له هغه پرته نور هرڅه مخلوق دي، او دا چې هغه یواځې د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري، له هغه پرته په حقه هېڅوک د عبادت وړ ندی، د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي، او هغه مطلق ذات دی چې له هرې نېمګړتیا پاک دی، نه یې څوک زیږولی، نه له چا زیږیدلی او نه کوم سیال او برابر لري، له خپلو مخلوقاتو څخه په هېڅ شي کې نه منحل کیږي.

اسلام د الله تعالی هغه دين دی چې له هغه پرته بل هېڅ دين له خلکو څخه نه مني او دا هغه دين دی چې ټولو انبياوو عليهم السلام راوړی دی.

د اسلام له بنسټونو څخه یو په ټولو پېغمبرانو ایمان راوړل دي، او پدې چې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د خپلو احکامو رسولو لپاره پېغمبران رالېږلي، او پر هغوی يې کتابونه نازل کړي دي، د هغوی وروستی پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم دی، چې الله تعالی د وروستي الهي شریعت سره رالېږلی، شریعت یې د مخکنیو ټولو قوانینو لغوه کوونکی دی، الله تعالی یې په لویو معجزو سره ملاتړ کړی، چې ترټولو ستره معجزه یې قرآن کریم دی؛ د رب العالمین کلام، تر ټولو ستر کتاب چې بشریت بېژندلی، د محتوا، الفاظو او نظم له اړخه عاجزه کوونکی دی، پدې قرآن کې حق ته لارښوونه ده چې انسان د دنیا او اخرت خوشحالیو ته رسوي، او تر نن ورځې پورې په عربي ژبه ساتل شوی په کومه چې نازل شوی دی، او هېڅ یو توری پکې بدل شوی نه دی.

او د اسلام له بنسټونو څخه په ملائکو ایمان او د اخرت په ورځ ایمان راوړل دي، چې الله تعالی به د قيامت په ورځ خلک له قبرونو څخه د اعمالو حساب ورکولو لپاره راپورته کوي، نو چا چې نیک عملونه کړي وي او مؤمن وي، د هغه لپاره به په جنت کې تلپاتې نعمتونه وي، او څوک چې کافر شوی وي او بد عملونه یې کړي وي نو هغه ته به په اور کې ستر عذاب وي، او د اسلام له بنسټونو څخه ایمان راوړل په هغه خیر او شر چې الله تعالی مقدر کړي وي.

او مسلمانان په دې باور دي چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی او د الله زوی نه دی؛ ځکه چې الله جل جلاله لوی دی، شوني نده چې هغه دې مېرمن یا زوی ولري، مګر الله تعالی موږ ته په قرآن کې فرمایلي چې عیسی - علیه السلام - یو پیغمبر و، الله تعالی هغه ته ډیرې معجزې ورکړې وې او الله تعالی هغه خپل قوم ته د بلنې په خاطر ورلېږلی و چې د یو الله عبادت ته یې راوبلي؛ هغه ذات چې شریک نه لري، او موږ ته یې فرمایلي چې عیسی له خلکو نه و غوښتلي چې د هغه عبادت وکړي بلکې هغه پخپله د خپل خالق بنده ګي کوله.

او اسلام یو داسې دین دی چې له فطرت او سالم عقل سره برابر دی، او عادي نفسونه یې مني، لوی الله خپل مخلوق ته د قانون په حیث رالیږلی، دا د ټولو خلکو لپاره د نېکمرغۍ او خوښۍ دین دی، هېڅ ټبر ته پر بل غوره والی نه ورکوي، او نه یو رنګ ته پر بل رنګ باندې، ټول خلک پکې برابر دي، په اسلام کې هېڅوک په بل چا غوره والی نه لري مګر د نیک عمل په اندازه.

هر عقلمند انسان باید پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد - صلی الله علیه وسلم - د رسول په حیث ایمان ولري، دا هغه مسئله ده چې انسان پکې هېڅ اختیار نه لري (باید دا کار وکړي)، ځکه چې الله تعالی به د قيامت په ورځ ترې پوښتنه کوي چې د رسولانو بلنې ته یې څه ځواب ویلی و؛ نو كه مؤمن و بریا او ستره سوكالي به یې په برخه شي، او كه كافر و نو له ښكاره زيان سره به مخ شي.

او څوک چې اسلام کې د داخلېدو اراده ولري نو (أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله) دې ووایي، پداسې حال کې چې په معنا یې پوه وي او ایمان پرې ولري، نو پدې سره به مسلمان شي؛ بیا به د اسلام نور قوانین ورو ورو زده کوي، تر څو هغه کارونه تر سره کړي چې الله تعالی پرې فرض کړي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: byenah.com وګورئ.

‫اسلام د الله د رسولانو دین دی