×
‫اسلام د رب العالمین دین دی

بسم الله الرحمن الرحيم

‫اسلام د رب العالمین دین دی

‫رب دې څوک دی؟

دا په کایناتو کې ترټولو لویه پوښتنه ده؛ او دا ترټولو مهمه پوښتنه ده چې انسان یې باید په ځواب پوه شي.

زموږ رب هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي او له اسمانه یې اوبه نازلې کړي او په هغو سره یې میوې او ونې راشنې کړي چې زموږ او د هغو څارویو لپاره خواړه شي چې موږ ترې خوراک کوو.او دی همغه ذات دى چې موږ او زموږ پلرونه یې پيدا كړي، او همغه ذات دی چې شپه او ورځ یې پیدا کړي، او همغه ذات دی چې شپه یې د خوب او استراحت لپاره او ورځ یې د رزق د پلټنې لپاره ګرځولې.او دی هماغه ذات دی چې لمر، سپوږمۍ، ستوري او سمندرونه یې زموږ تابع کړي او څاروي یې زموږ تابع ګرځولي چې موږ ترې خوراک کوو او د هغوی له شیدو او وړیو څخه ګټه اخلو.

‫د رب العالمین صفات څه دي؟

رب هغه ذات دی چې مخلوقات یې پیدا کړي، او د حق او هدایت لارې ته یې لارښوونه کوي. او هغه ذات دی چې د ټولو مخلوقاتو چارې اداره کوي او هغه د دوی روزي ورکوونکی او هغه د هر هغه څه مالک دی چې په دنیوي ژوند او په آخرت کې دي، او څه چې دي نو د هغه ملکیت دي او له هغه پرته چې هر څه دي د هغه په واک او ملکیت کې دي.او دی هغه ذات دی چې نه مړ کیږي او نه ویده کیږي، او هغه قایم ذات دی چې د هر ژوندي حیات یې د امر پورې تړلی او هغه ذات دی چې رحمت یې هر څه ته شامل دی او هغه ذات دی چې له هغه څخه په ځمکه او اسمان کې هېڅ شی پټ نه دي.د هغه په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او د هر څه لیدونکی دی، او هغه د خپلو آسمانونو د پاسه دی او له خپلو مخلوقاتو څخه بې نیازه دی، او مخلوقات هغه ته محتاج دي، هغه په مخلوقاتو کې نه منحل کیږي او نه یې د مخلوقاتو څخه کوم شی د هغه په سپېڅلي ذات کې منحل کیږي.رب هغه ذات دی چې دا پېژندل شوې نړۍ یې د خپلو ټولو متوازنو سیسټمونو سره رامینځته کړې چې وروسته والی پکې نه راځي، هغه که د انسانانو او حیواناتو سیسټمونه دي، یا د لمر، ستورو او د کائناتو د نورو اجزاوو سیسټمونه چې زموږ په شاوخوا کې دي.

او دا چې هر هغه څه چې له هغه پرته یې عبادت کیږي هغه د ځان لپاره نه ګټه رسولی شي او نه ضرر، نو څنګه به هغه چاته ګټه ورسوي او یا به ترې ضرر لرې کړي چې عبادت یې کوي.

‫زموږ رب پر موږ څه حق لري؟

په ټولو خلکو یې حق دا دی چې عبادت یې وکړي او هېڅ شی ورسره شریک ونه ګرځوي، نو له هغه پرته او یا له هغه سره به د بل څه عبادت نه کوي؛ نه د انسان، نه د تیږي، نه د نهر، نه د جماد نه د ستوري او نه د بل څه، بلکې عبادت به یوازې الله رب العالمین ته خاص کوي.

‫خلک په خپل رب څه حق لري؟

د خلکو حق په الله تعالی دا دی چې کله یې د هغه عبادت وکړ نو پاکیزه ژوند ورکړي چې دوی پکې امن او امان، سلامتیا، آرامي او رضایت ولري او په آخرت کې یې جنت ته داخل کړي، چېرې چې تل پاتې نعمتونه او ژوند دی، او که چېرته یې له امر څخه سرغړونه وکړي، نو د بدبختۍ او فقر ژوند به ورکړي، سره له دې چې دوی به فکر کوي چې د نېکمرغۍ او راحت ژوند لري، او په آخرت کې به یې اور ته دننه کړي؛ هغه اور چې له هغه څخه به نه راوځي، او د دوی لپاره به په هغه کې تلپاتې عذاب وي او دوی به تل پکې وي.

‫زموږ له وجود څخه موخه څه ده؟ موږ ولې پیدا شوي یو؟

عزتمند رب موږ ته خبر راکړی چې موږ یې د یو باعزت هدف لپاره پیدا کړي يو، هغه دا چې موږ یوازې د هغه عبادت وکړو او هېڅ شی ورسره شریک نه کړو او موږ ته یې په خیر سره د ځمکې د بیارغونې او ابادولو امر کړی، نو چا چې له خپل رب او خالق پرته د بل چا عبادت وکړ، نو په هغه هدف نه دی پوه شوی چې دی ورته پیدا شوی او نه یې د خپل خالق حق پوره کړی، او څوک چې په ځمکه کې فساد وکړي نو په هغه دنده نه دی پوه شوی چې ورسپارل شوې ده.

‫څنګه د خپل رب عبادت وکړو؟

رب العالمین موږ د دې لپاره نه یو پیدا کړي چې همداسې مو پرېږدي، زموږ ژوند یې بې ګټې ندی ګرځولی، بلکې له انسانانو څخه یې د هغوی قومونو ته پېغمبران ټاکلي چې د اخلاقو له اړخه تر ټولو بشپړ خلک او د پاکو نفسونو او پاکیزه زړونو خاوندان دي، نو هغوی ته یې خپل پېغامونه نازل کړل او ورسره یې هغه څه راولېږل چې د متعال رب د پېژندلو او د قیامت په ورځ د حساب او جزا لپاره د خلکو بیا راژوندي کولوپه اړه یې پر خلکو پېژندل واجب دي.پېغمبرانو خپلو قومونو ته ورزده کړل چې څنګه د خپل رب عبادت وکړي، او د عبادتونو طریقه او وختونه یې وروښودل او دا چې په دنیا او اخرت کې څومره اجر او ثواب لري، او له هغو خوراکونو، څښاکو او نکاح ګانو څخه یې ووېرول چې رب یې پرې حرام کړي، او غوره اخلاقو ته یې د هغوی لارښوونه وکړه، او له بدو اخلاقو یې منع کړل.

‫کوم دین الله تعالی ته د منلو وړ دی؟

الله جل جلاله ته منل شوی دين اسلام دی، او دا هغه دين دی چې ټولو انبياوو عليهم السلام خلکو ته رسولی، او الله تعالی د قيامت په ورځ لدې پرته بل دین نه مني او له اسلام پرته چې خلکو هر دین منلی هغه باطل دی، او خاوند ته یې ګټه نه رسوي، بلکې په دنیا او اخرت کې یې بدبخته کوي.

‫د دې دين (اسلام) اصول او ستنې څه دي؟

دا دين د الله تعالى له خوا د خپلو بندګانو لپاره اسانه شوى دين دی، تر ټولو لوى رکن یې دا دی چې پر الله د رب او معبود په توګه ایمان ولرې، او د هغه په ملایکو، کتابونو، رسولانو ، د اخرت په ورځ او تقدیر ایمان ولرې، نو پدې ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل معبود نشته، او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، لمونځ وکړې، زکات ورکړې که چېرته دومره مال ولرې چې نصاب ته رسېدلی وي، د رمضان میاشت روژه ونیسې چې هغه په کال کې یوه میاشت ده، او د الله تعالی د لرغوني کور حج وکړې؛ کوم چې ابراهیم علیه السلام د خپل رب په امر جور کړی، البته که چيرته دې د ورتلو توان درلوده.او له هغه څه څخه ډډه وکړې چې الله تعالی درباندې حرام کړي دي لکه: شرک، نفس وژنه، زنا، او د حرام مال خوړل، نو کله دې چې پر الله جل جلاله ایمان راوړ او دا عبادتونه دې ترسره کړل او له دې حرامو څخه دې ځان وساته نو ته پدې دنیا کې مسلمان یې او د قيامت په ورځ به الله پاک تاته په جنت کې ابدي نعمتونه او ابدي ژوند درکړي.

‫ایا اسلام د کوم ځانګړي قوم دین دی؟

اسلام د ټولو خلکو لپاره د الله تعالی دین دی، پدې کې هېڅوک په هېچا غوره والی نه لري مګر په تقوا او نیک عمل سره، او پدې کې ټول خلک سره برابر دي.

‫خلک څنګه د رسولانو علیهم السلام ریښتینولي پېژني؟

خلک د رسولانو حقانیت په څو لارو پېژني، لکه:

کوم حق او هدایت چې دوی راوړی، سالم عقل او فطرت یې مني، او عقل یې په سموالي شاهدي ورکوي او له مسلمانانو پرته بل هېڅوک داسې څه نه شي راوړلای کوم چې دوی راوړی دی (حق دین).

هغه څه چې پېغمبرانو- علیهم السلام- راوړي دي په هغو کې د خلکو د دين او دنیا د چارو سمون، د تمدن رغونه، د هغوی د ادیانو، مالونو او ناموسونو ساتل دي.

پېغمبران علیهم السلام له خلکو څخه نیکۍ او هدایت ته د بلنې په بدل کې اجر نه غواړي، بلکې دوی د خپل رب څخه د اجر انتظار کوي.

هغه څه چې پېغمبرانو علیهم السلام راوړي؛ حق او ثابت دي، شک پکې نشته، نه پکې تضاد شته او نه ګډوډۍ، او هر پېغمبر له وړاندې د نورو تصدیق کوي او هغه څه ته بلنه ورکوي چې هغوی ورکوله.

الله جل جلاله په ښکاره نښانو او ځواکمنو معجزو سره د خپلو پېغمبرانو تایید کوي؛ هغه معجزې چې الله تعالی يې د دوی په لاسونو اجرا کوي؛ تر څو د دوی په ریښتینولۍ دلالت وکړي چې د الله له طرفه رالېږل شوي، او د پیغمبرانو ترټولو لویه معجزه د وروستي رسول محمد صلی الله علیه وسلم معجزه ده، چې قرآن کریم دی.

‫قرآن کریم څه شی دی؟

قرآن کریم د رب العالمین کتاب دی، او د الله تعالی کلام دی چې د جبرائیل علیه السلام په واسطه پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی، پدې کې هر هغه څه دي چې الله تعالی یې د خپل ذات او خپلو ملاېکو، کتابونو، پېغمبرانو، کتابونو، د اخرت د ورځې او د خیر او شر د اندازې په اړه پېژندل واجب کړي دي.په دې کې فرض عبادات او هغه حرام څیزونه دي چې ډډه کول ترې واجب دي، نیک او بد اخلاق او هر هغه څه چې د خلکو د دین، دنیا او اخرت سره تړاو لري، او هغه یو معجز (حیرانونکی) کتاب دی چې الله تعالی پرې خلک ننګولي تر څو یې په څېر بل کتاب راوړي، او د قیامت تر ورځې پورې په هغه ژبه ساتل تضمین شوی چې پرې نازل شوی دی، هېڅ یو توری ترې نه کم شوی او نه یې کومه کلمه تبدیل شوې ده.

‫د حساب او بیا راوژندي کېدو ثبوت څه دی؟

ایا ته نه ګورې چې ځمکه مړه وه او ژوند پکې نه و، نو کله چې پرې اوبه را اووریږي وخوځېږي او هر ډول تازه شنه بوټي پکې رازرغون شي، نو هغه ذات چې دا یې ژوندۍ کړه، د دې توان هم لري چې مړي راژوندي کړي.هغه ذات چې انسان يې د سپکو اوبو له يو څاڅکي څخه پيدا کړى پدې قادر دی چې د قیامت په ورځ یې بیا د حساب لپاره راپورته کړي او بشپړه بدله یې ورکړي، که ښه یې کړي وي نو ښه بدله او که بد یې کړي وي نو بده بدله.هغه ذات چې اسمانونه، ځمکه او ستوري یې پیدا کړي د انسان په بیا پیدا کولو قادر دی؛ ځکه د انسان بیا ځلې پیدا کول د ځمکې او اسمانونو له پیدا کولو څخه اسان دي.

‫د قيامت په ورځ به څه وي؟

رب العالمین به خلک له قبرونو څخه راپورته کړي، بیا به یې ورسره د عملونو حساب وکړي، نو چا چې ایمان راوړی او پېغمبران یې منلي، جنت ته به یې داخل کړي، هغه جنت چې تلپاتې نعمتونه به پکې وي، داسې لوی نعمتونه چې د انسان په خاطر کې به هم ګرځېدلي نه وي، او چا چې کفر وکړ؛ الله تعالی به یې هغه اور ته ننباسي چې تلپاتې عذاب به پکې وي، داسې عذاب چې انسان یې تصور هم نه شي کولی، نو کله چې انسان جنت او یا دوزخ ته داخل شي هېڅکله به پکې بیا نه مري، نو هغه به د تل لپاره په نعمتونو او یا عذاب کې وي.

‫کله چې یو څوک وغواړي اسلام کې داخل شي، نو څه باید وکړي، آیا کوم خاص مراسم شته چې تر سره یې کړي، او یا داسې څوک شته چې اجازه ترې واخیستل شي؟

کله چې انسان پدې پوه شي چې حقیقي دین اسلام دی، او دا چې اسلام د رب العالمین دین دی، نو باید اسلام کې په داخلېدو بیړه وکړي؛ ځكه هوښيار انسان ته چې کله حق معلوم شي، نو باید چې بیړه پکې وکړي، او دا کار دې نه وروسته کوي.او څوک چې په اسلام کې د داخلېدو اراده وکړي، نو کومو ځانګړو مراسمو ته اړتیا نه لري، او دا پرې هم لازم ندي چې کوم ځانګړی کس له ځان سره ولري، خو که دا کار د یو مسلمان په شتون او یا یو اسلامي مرکز کې وشي نو غوره ده، که نه بسنه ورته کوي چې همدومره ووایي: (أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا رسول الله)،یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، پداسې حال کې د دې خبرو په معنا پوه وي او ایمان پرې ولري، نو پدې سره دی مسلمان شو؛ بیا به لږ لږ د اسلام نور قوانین زده کوي؛ تر څو پرې د الله جل جلاله واجب حق ادا کړي.

‫اسلام د رب العالمین دین دی

‫رب دې څوک دی؟

‫د رب العالمین صفات څه دي؟

‫زموږ رب پر موږ څه حق لري؟

‫خلک په خپل رب څه حق لري؟

‫زموږ له وجود څخه موخه څه ده؟ موږ ولې پیدا شوي یو؟

‫څنګه د خپل رب عبادت وکړو؟

‫کوم دین الله تعالی ته د منلو وړ دی؟

‫د دې دين (اسلام) اصول او ستنې څه دي؟

‫ایا اسلام د کوم ځانګړي قوم دین دی؟

‫خلک څنګه د رسولانو علیهم السلام ریښتینولي پېژني؟

‫قرآن کریم څه شی دی؟

‫د حساب او بیا راوژندي کېدو ثبوت څه دی؟

‫د قيامت په ورځ به څه وي؟

‫کله چې یو څوک وغواړي اسلام کې داخل شي، نو څه باید وکړي، آیا کوم خاص مراسم شته چې تر سره یې کړي، او یا داسې څوک شته چې اجازه ترې واخیستل شي؟