×
کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟

‫کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟

ایا زه په سمه لار یم؟

اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي ؟

په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟

انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟

ستا د بدن په غړو کې دا باریک جوړښت چا رامنځته کړی او ته په دې ښایسته بڼې چا انځور کړی یې؟

د ژوندیو مخلوقاتو په بیلابېلو بڼو او ډولونو کې فکر وکړه چې دوی چا په داسې بڼو پېدا کړي چې هېڅ حدود نه لري.

دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېریدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟

هغه نظامونه چا رامینځته کړي چې دا عالم کنترولوي (ژوند او مرګ، د ژونديو موجوداتو تناسل، شپه او ورځ، د موسمونو بدلون، او داسې نور)؟

آیا دې کائناتو خپل ځان په خپله پیدا کړی؟ یا له نشت څخه رامنځته شوي؟ یا دا په تصادفي توګه موندل شوي دي؟ الله جل جلاله فرمایي:﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (٣٥) ﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (٣٥)ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ﴾ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ﴾ ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي.[الطور: 35-36].

نو که موږ خپل ځانونه نه وي پېدا کړي او دا هم ناممکنه ده چې موږ له هېڅ شي یا تصادف څخه رامنځته شوي یو، نو هغه حقیقت چې هېڅ شک پکې نشته دا دی چې: دا کاینات خامخا یو لوی او ځواکمن خالق لري، ځکه دا ناشونې ده چې دې کائناتو دې ځان خپله پیدا کړی وي! یا دا چې له هېڅ (نشت) څخه رامنځته شوي وي! او یا په تصادفي ډول رامنځته شوي دي!

ولې یو څوک د داسې شیانو په شتون باور لري چې لیدلی یې نه شي؟ لکه: (درک، عقل، روح، احساسات او مینه) آیا ځکه چې هغه یې اغیزې ویني؟ نو څنګه انسان د دې لویو کائناتو د پيدا کوونکي له شتون څخه انکار کوي، حال دا چې هغه یې د پېدایښت، صنعت او رحمت اغیزې ویني؟!

هېڅ هوښیار به دا ونه مني چې ورته وویل شي: دا کور په خپله جوړ شوی، پرته لدې چې یو څوک یې جوړ کړي! یا ورته وویل شي چې: دا کور هېڅ شي (نشت) رامنځته کړی! نو ځینې خلک څنګه په هغه چا باور کولی شي چې وايي: دا لوی کائنات پرته له خالق څخه پیدا شوي؟ یو عقلمند انسان څنګه منلی شي چې ورته وویل شي: د کائناتو دا دقیق نظم په تصادفي توګه سره رامینځته شوی دی؟

دا ټول موږ یوې پایلې ته رسوي، هغه دا چې دا کائنات یو لوی او ځواکمن پالونکی لري چې اداره کوي یې، او دا چې یوازې هغه د عبادت وړ دی، او دا چې هر هغه څه چې پرته له هغه یې عبادت کیږي باطل او د عبادت وړ نه دي.

‫رب لوی خالق دی

پیدا کوونکی رب یو دی، هغه پادشاه، پالونکی او روزي ورکوونکی دی، هغه ذات دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، او هغه داسې ذات دی چې ځمکه یې پیدا کړې او تابع یې ګرځولې او د خپلو مخلوقاتو لپاره یې مناسبه جوړه کړې ده. او هغه ذات دی چې اسمانونه یې پېدا کړي او هغه لوی مخلوقات چې پکې دي، لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ یې په دقیقه توګه کنترول کړي چې د هغه د عظمت څرګندونه کوي.

او همغه ذات دی چې هوا یې موږ ته مسخره کړې چې له هغې پرته ژوند نه شو درلودلای، هغه ذات چې پر موږ بارانونه وروي، سمندرونه او سیندونه یې زموږ تابع کړي، همغه ذات چې موږ ته یې هغه مهال روزي راکوله کله چې موږ د مېندو په رحمونو کې کوچنيان وو او هېڅ ځواک مو نه درلود، همغه ذات چې زموږ په رګونو کې یې ویني ته له زیږون څخه تر مرګه پورې جریان ورکړی دی.

‫دا رب (پالونکی)، خالق (پېدا کوونکی)، روزي ورکوونکی، یوازې الله پاک دی

الله تعالی فرمایلي دي:﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾ ﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب.[الأعراف ٥٤].

الله هغه رب دی چې په کائناتو کې د هر څه پيدا کوونکی دی؛ هغه څه چې موږ یې وینو او څه چې نه یې وینو او له هغه پرته نور هر څه د هغه له مخلوقاتو څخه دي، هغه یوازې د عبادت وړ دی او له هغه پرته باید د بل چا عبادت له هغه سره ونه شي. هغه لره په مالکیت، پیدایښت، د چارو سمبالولو او عبادت کې هېڅ شریک نه شته.

که د استدلال په خاطر دا فرض کړو چې د رب جل جلاله سره نور معبودان هم شته، نو کائنات به فاسد شي؛ ځکه دا نه کیږي چې دوه معبودان په یو وخت کې د کائناتو چارې اداره کړي، الله تعالی فرمایي:{لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا} {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا}كه په دواړو (آسمان او ځمكه) کې له الله پرته نور معبودان واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى.الأنبياء:22.

‫د پيدا کوونکي رب صفتونه

پاک څښتن لره بې شمېره ښکلي نومونه او هغه لره ډېر لوى او عالي صفتونه دي چې د هغه د کمال څرګندونه کوي، د هغه له نومونو څخه : الخالق او "الله" دي چې معنا یې ده: هغه ذات چې یوازې له شریک پرته د عبادت مستحق دی. او: الحي (تل ژوندی)، القیوم (تلپاتې)، الرحیم(ډېر رحم کوونکی)، الرازق(رزق ورکوونکی)، الکریم (سخي).

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾ ﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له اجازې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هېڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې له اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكې او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.[سورة البقرة:255].

او الله - تعالی - فرمایلي:﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (١) ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (١)(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى.اللَّهُ الصَّمَدُ (٢) اللَّهُ الصَّمَدُ (٢)هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى.لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (٣) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (٣)نه يې (څوک) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دی.وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ﴾ (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ﴾او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته.[الإخلاص ١-٤].

‫د عبادت څښتن د کمال له صفاتو څخه برخمن دی.

د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې همغه د عبادت وړ دی او عبادت یې کیږي او له هغه پرته نور مکلف مخلوق دي چې امر ورته کیږي او تابع دي.

د هغه له صفتونو څخه دا دي چې هغه تل ژوندی او د ټول عالم چارسمبالی دی، په کائناتو کې چې هر ژوندی دی، نو هغه ذات ژوند ورکړی او له نشت څخه یې شته کړی دی او هغه په خپل شتون سره د چارو سمبالوونکی، هغوی ته رزق ورکوونکی او هغوی لره کافي دی. نو رب ژوندی دی نه مړ کیږي او فناء کېدل یې ناشوني دي، چارسمبالی دی، نه ویده کیږي، نه پرې خوب راځي او نه پرکاله کیږي.

د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې هغه پوه ذات دی، له هغه څخه په ځمکه او آسمان کې هېڅ شی پټ نه دی.

د هغه له صفتونو څخه دا دي چې هغه اوریدونکی او لیدونکی دی، هر څه اوري او هر څه ویني، د نفسونو په وسوسو او هغه څه پوهیږي چې په سینو کې پټ دي، له هغه نه په ځمکه او اسمانونو کې هېڅ شی پټ ندی.

د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې هغه قادر ذات دی، هېڅ شی یې نه شي عاجزولای او هېڅوک د هغه د ارادې مخنیوی نه شي کولای، څه یې چې خوښه وي هغه کوي، او څه یې چې خوښه وي هغه منع کوي، مخته کول او وروسته کول کوي او هغه د لوی حکمت خاوند دی.

او د هغه له صفتونو څخه دا دی چې هغه پيدا کوونکی، رزق ورکوونکی او چارسمبالی دی؛ هغه ذات چې مخلوقات یې پیدا کړي او د هغوی چارې یې سمبال کړي دي، ټولو مخلوقات یې په قبضه کې دي او د هغه د امر لاندې دي.

د هغه د صفتونو له جملې څخه دا هم دی چې هغه د محتاجانو دعا قبلوي، مصیبت ځپلو فریاد اوري، تکلیف لرې کوي، او هر مخلوق چې کله په سختۍ او مصیبت کې راګیر شی، د سختې اړتیا له مخې هغه ته رجوع کوي.

له الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت نه کیږي، ځکه يوازې هغه پوره او د عبادت مستحق دی، پرته له بل هر چا څخه، او هر هغه څه چې له هغه پرته یې عبادت کېږي، په ناروا سره یې عبادت کېږي، ځکه هغه نيمګړی او د مرګ او فنا کېدو وړ دی.

الله تعالی موږ ته عقلونه راکړي چې د هغه له عظمت څخه یو څه درک کولی شي او په موږ کې یې یو طبیعي فطرت ایښی چې نیکي خوښوي او له بدۍ څخه کرکه لري، او کله چې الله رب العالمین ته رجوع کوي، د ډاډ احساس کوي، دا فطرت د هغه په کمال دلالت کوي او پر دې چې ناشوني ده هغه پاک ذات په نیمګړتیا سره یاد شي.

د عقلمند لپاره مناسبه نه ده چې له کامل ذات پرته د بل چا عبادت وکړي، نو څنګه کولای شي د خپل ځان په څېر د نیمګړي او یا له ځان نه د ټيټ مخلوق عبادت وکړي؟

انسان، بت، ونه او یا حیوان هېڅکله معبود کېدلی نه شي!

څښتن تعالی د اسمانونو د پاسه، په خپل عرش باندې دی، له مخلوقاتو څخه یې جلا دی، د هغه په ذات کې د هغه له مخلوقاتو څخه هېڅ شی نشته او نه د هغه په مخلوقاتو کې د هغه له ذات څخه څه شی شتون لري، هغه په خپلو مخلوقاتو کې نه منحل کیږي او نه پکې جسم ګرځي.

د څښتن تعالی په څېر هېڅ شی نه شته او هغه اورېدونکی لیدونکی دی، هېڅوک د هغه برابر نه دی، او هغه له خپل مخلوق څخه غني دی، نه ویده کیږي او نه خوراک کوي، هغه ډېر لوی دی؛ شونې نه ده چې هغه دې مېرمن یا ماشوم ولري. خالق د عظمت صفات لري؛ هېڅکله نه محتاجیږي او نه په نېمګړتیا سره یادیږي.

الله تعالی فرمايلي دي:﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (٧٣) ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (٧٣) اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى.[الحج: 73-74].

‫دې ستر خالق ولې موږ پیدا کړي یو؟ او زموږ څخه څه غواړي؟

ایا دا عقل مني چې الله دا ټول مخلوقات بې هدفه پیدا کړي، ایا هغه یې بې مقصده پیدا کړي دي، په داسې حال کې چې هغه په هر څه پوه او حکیم دی؟

ایا دا عقل مني چې هغه ذات چې موږ یې په دومره دقت او مهارت سره پیدا کړي یو او د ځمکې او اسمانونو هر څه یې زموږ تابع کړي، چې موږ به یې له کوم هدف پرته پیدا کړي یو، او یا به مو د خورا مهمو پوښتنو له ځوابونو پرته پرېږدي چې زموږ فکر یې مشغول کړی دی، لکه: ولې موږ دلته یو؟ او له مرګ وروسته څه دي؟ او زموږ د پیدایښت موخه څه ده؟

او ایا عقل دا مني چې ظالم ته دې سزا او نيک انسان ته دې اجر نه وي؟

الله پاک فرمایلي دي:﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ﴾ ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ﴾ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بې شكه موږ تاسو عبث پیدا كړي یاست او دا چې بې شكه تاسو به موږ ته بېرته نه راګرځئ.[المؤمنون: 115].

بلکي الله جل جلاله پېغمبران رالېږلي تر څو موږ د خپل شتون په مقصد پوه شو او موږ ته لارښوونه وکړي چي څنګه د هغه عبادت وکړو او هغه ته نږدې شو! او له موږ څخه څه غواړي او څنګه د هغه رضایت تر لاسه کړو، او موږ ته یې له مرګ وروسته زموږ د برخلیک په اړه خبر راکړی دي؟

الله جل جلاله د دې لپاره پېغمبران رالېږلي تر څو موږ ته خبر راکړي چې یوازې هغه د عبادت وړ دی او تر څو په دې پوه شو چې څنګه یې عبادت وکړو او موږ ته د هغه د اوامرو او منهیاتو په اړه خبر راکړي او د دې لپاره چې موږ ته نیک ارزښتونه را زده کړي چې که موږ یې مراعت کړو، پاک او له نیکیو او برکتونو ډک ژوند به ولرو.

او الله جل جلاله ډېر پېغمبران رالېږلي دي لکه: (نوح، ابراهیم، موسی، او عیسی) او په نښانو او معجزو یې د هغوی ملاتړ کړی چې د هغوی په ریښتینولۍ دلالت وکړي او پدې چې دوی د هغه پاک ذات له لورې را استول شوي او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم دی.

او رسولانو موږ ته په واضح ډول خبر راکړی چې دا ژوند یو امتحان دی او دا چې ریښتینی ژوند به له مرګ وروسته وي.

او دا چې د هغو مؤمنانو لپاره جنت دی چې یوازې د الله جل جلاله عبادت یې کړی وي چې شریک نه لري او په ټولو رسولانو یې ایمان راوړی وي او پدې چې هلته یو اور دی چې الله د هغو کافرانو لپاره چمتو کړی چې د الله سره د نورو معبودانو عبادت کوي او یا یې د الله له کوم رسول څخه انکار کړی وي او پرې کافر شوی وي.

الله تعالی فرمایلي:﴿يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٥) ﴿يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٥) اې د آدم اولادې! كه چېرې تاسو ته له تاسو څخه داسې رسولان درشي چې زما آيتونه درته بيانوي، نو بيا چې څوك تقوى خپله او (عملونه) سم كړي، نه به څه وېره ورباندې وي او نه به دوى خپه كيږي.وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي.[الأعراف35-36].

الله تعالی فرمايلي دي:﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (٢١) ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (٢١) ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه).الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (٢٢) الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (٢٢)هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري).وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٢٣) وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٢٣) او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست.فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (٢٤) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (٢٤)پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره.وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي.[البقرة: 21-25].

‫ولې ډېر شمېر رسولان؟

الله جل جلاله امتونو ته خپل پېغمبران رالېږلي دي، هېڅ داسې یو امت نشته مګر دا چې الله ورته پېغمبر لېږلی تر څو یې د خپل رب عبادت ته راوبلي او د هغه له اوامرو او منهیاتو څخه يې خبر کړي، او د ټولو د بلنې موخه د یو الله عبادت و، او هر کله به چې یو امت هغه څه پرېښودل چې رسول یې ورته راوړي وو؛ لکه د الله په یو ګڼلو هغوی ته امر کول او یا به یې د هغې د بدنامولو هڅه وکړه نو الله جل جلاله به بل پېغمبر راولېږه تر څو یې تګلاره بېرته راسمه کړي، او خلک خپل سالم فطرت ته راوګرځوي چې هغه د الله تعالی یووالی او د هغه منل دي.

تر دې چې الله جل جلاله د محمد صلی الله علیه وسلم په رالېږلو سره د رسولانو لړۍ پای ته ورسوله، هغه پېغمبر چې بشپړ دین او د ټول بشریت لپاره یې تر قیامته تلپاتې شریعت راوړی، هغه شریعت چې په خپله بشپړ دی او د مخکنیو شریعتونو نسخ کوونکی دی، او متعال رب یې د بقا او د قیامت تر ورځې پورې د تلپاتې کېدو تضمین کړی دی.

‫یو څوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نه شي تر څو یې په ټولو پیغمبرانو ایمان نه وي راوړی.

الله هغه ذات دی چې رسولان یې رالیږلي او ټولو مخلوقاتو ته یې امر کړی چې د دوی پیروي وکړي، چا چې له دوی څخه د یو له پېغمبرۍ هم انکار وکړ نو په حقیقت کې یې له ټولو انکار کړی دی، له دې به لویه ګناه نه وي چې یو څوک د الله تعالی له وحيې څخه انکار وکړي، نو جنت ته د ننوتلو لپاره په ټولو پېغمبرانو ایمان راوړل ضروري دي.

په دې زمانه کې په هر چا فرض دي چې پر الله او د الله په ټولو پیغمبرانو ایمان ولري او د آخرت په ورځ ایمان ولري او دا کار یوازې پر وروستي پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ایمان راوړلو او پیروۍ کولو سره کېږي، ځکه دی هغه پېغمبر دی چې الله جل جلاله یې په تلپاتې معجزې قرآن کریم سره ملاتړ کړی، هغه (کتاب) چې الله یې ساتنه کوي تر څو چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه ته په میراث پاتې شي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې څوک چې د هغه پر کوم پیغمبر له ایمان راوړلو څخه انکار وکړي، نو هغه په الله کفر کړی او د هغه وحیې یې دروغ ګڼلې ده، الله تعالی فرمایلي:﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا (١٥٠) ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا (١٥٠)بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.أُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا﴾ أُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا﴾دا خلک نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى.[النساء: 150-151].

لدې امله موږ مسلمانان په الله او د آخرت په ورځ ایمان لرو - لکه څنګه چې الله امر کړی - او موږ په ټولو پیغمبرانو او پخوانیو کتابونو ایمان لرو، الله تعالی فرمایلي:﴿آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ﴾ ﴿آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ﴾ پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى.[البقرة ٢٨٥].

‫قرآن کریم څه شی دی؟

قرآن کریم د الله تعالی کلام او د هغه وحي ده چې په اخري پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او تر ټولو ستره معجزه ده چې د هغه د نبوت په ریښتینولۍ دلالت کوي. او د قرآن کریم حکمونه حق او معلومات یې ریښتیني دي.او الله تعالی یې منکران وننګول چې د دې قرآن په څېر دې حتی یو سورت هم ورته پیدا کړي، خو دوی پدې ونه توانېدل؛ د دې د محتوياتو د عظمت او هر اړخیز والي له امله چې په دنيوي ژوند او آخرت کې هر هغه څه ته شامل دی چې د انسان پورې اړه لري ، او دا د ايمان ټولو حقايقو ته شامل دی چې ایمان پرې واجب دی.په دې کې هغه احکام او ممانعتونه هم شامل دي چې انسان یې باید د خپل ځان او خپل رب، خپل ځان او خپل نفس او خپل ځان او ټولو مخلوقاتو تر منځ مراعت کړي، او دا ټول په لوړ فصاحت او بلاغت سره راغلي دي.پدې (قرآن) کې ډېر عقلي شواهد او ساینسي حقیقتونه راغلي او دا په ډاګه کوي چې دا کتاب د انسانانو له خوا نه دی جوړ شوی، بلکې دا د بشریت د سپېڅلي پالونکي کلام دی.

‫اسلام څه شی دی؟

اسلام: الله تعالی ته په یووالي سره غاړه اېښودل، د هغه منل او ورته تسلیمېدل، په خوښۍ او منلو سره د هغه د قانون پیروي او په هر هغه څه کفر دی چې له الله پرته یې عبادت کیږي.

او الله تعالی رسولان له یو پیغام سره رالیږلي چې هغه: د یو الله عبادت ته بلنه ده چې شریک نه لري، او په هر هغه څه کافرېدل دي چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي.

اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی، د دوی بلنه یو شان او شریعتونه یې مختلف دي، نن ورځ یوازې مسلمانان دي چې د صحیح دین پیروي کوي، هغه دین چې د ټولو انبیاوو لخوا راوړل شوی، او په دې وخت کې د اسلام پیغام حق دی، او دا د خالق لخوا انسانیت ته وروستی پیغام دی.نو هغه رب چې ابراهیم، موسی او عیسی علیه السلام یې رالیږلی، همغه رب وروستی رسول محمد صلی الله علیه وسلم هم رالېږلی دی، او اسلامي شریعت ټولو مخکنیو شریعتونو لره منسوخوونکی راغلی.

ټول هغه دینونه چې خلک پرې نن سبا عبادت کوي - له اسلام پرته - د انسانانو لخوا جوړ شوي دینونه دي، او یا هغه دینونه دي چې په سر کې الهي وو خو انسانانو پکې لاسوهنه وکړه نو د خرافاتو ډېرۍ، میراثي افسانو او بشري اجتهادونو سره ګډ شول.

خو د مسلمانانو دين يو څرګند دين دی چې نه بدليږي، لکه څنګه چې د دوی عبادتونه سره یو دي چې د الله عبادت پرې کوي، ټول پنځه وخته لمونځونه کوي، د خپلو مالونو زکات ورکوي او د رمضان د مياشتې روژه نيسي. او د دوی قانون ته چې قرآن کریم دی پام وکړئ، په ټولو هیوادونو کې همدا یو کتاب دی. الله تعالی فرمایلي:﴿ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴾ ﴿ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُور رَّحِيم﴾نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى، نو كه څوك په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي نو بې شكه بيا الله مهربان بخښونكى دى.[سورة المائدة:3].

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:﴿قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (٨٤) ﴿قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (٨٤)وايه موږ خو په الله ايمان راوړى او په هغه چې پرموږ نازل شوي او پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او پر اولاده يې نازل شوي او هغه چې موسى، عيسى او نورو نبيانو ته يې د خپل رب له خوا وركړل شوي د دوى ترمنځ يوه كې هم فرق نه كوو او موږ همده ته غاړه اېښودونكي يو.وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ او هر څوک چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي.[آل عمران: 84-85].

نو د اسلام دين د ژوند لپاره يوه جامعه تګلاره ده، چې د عقل او فطرت سره سمون لري، او د عامو خلکو له خوا منل شوې ده، د ستر خالق له خوا د خپلو مخلوقاتو لپاره جوړ شوی قانون او په دنیا او آخرت کې د ټولو خلکو لپاره د خير او خوښۍ دين دى. نه یو نسل ته پر بل برتري ورکوي او نه یو رنګ ته پر بل رنګ، ټول خلک پکې سره برابر دي. په اسلام کې هېڅوک پر بل چا برتري نه لري مګر د هغه د نیکو عملونو په اندازه.

الله تعالی فرمايلي دي:(مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَلَنُحۡيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةٗ طَيِّبَةٗۖ وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ) (مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَلَنُحۡيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةٗ طَيِّبَةٗۖ وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ)چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.[النحل:97]

‫اسلام د نېکمرغۍ لار ده

اسلام د ټولو پیغمبرانو دین او د ټولو خلکو لپاره د الله تعالی دین دی او د عربو پورې ځانګړی دین ندی.

اسلام په دې دنیا کې د ریښتینې خوښۍ او په آخرت کې د ابدي نعمتونو لاره ده.

اسلام یوازینی دین دی چې د روح او بدن اړتیاوې پوره کوي او د انسانانو ټولې ستونزې حلوي، الله تعالی فرمایلي:﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى (123) ﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى (123)او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي.وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.[طه: 123-124].

‫اسلام ته په داخلېدو څه ګټه کوم؟

اسلام ته داخلېدل سترې ګټې لري، چې ځینې یې دا دي:

- په دنیا کې بریا او عزت، ځکه چې انسان د الله بنده وي، که نه نو د خواهشاتو، شیطان او شهوتونو بنده به و.

- په آخرت کې بریا؛ چې الله تعالی ورته بښنه وکړي، ترې راضي شي، جنت ته یې داخل کړي او ابدي خوښۍ او تلپاتې نعمتونه وګټي او د دوزخ له عذابه وژغورل شي.

- مؤمن به د قيامت په ورځ له انبياوو، رښتينو، شهيدانو او صالحانو سره وي، دا څومره ښه ملګرتيا ده، او څوک چې ايمان نه راوړي هغه به له سرکښانو، بدانو، مجرمانو او ظالمانو سره وي.

- هغه کسان چې الله تعالی یې جنت ته داخل کړي هغه به له مرګ، ناروغۍ، درد، بوډاتوب او غم پرته په ابدي نعمتونو کې ژوند وکړي او دوی چې هر څه غواړي غوښتنې به یې پوره کړي او هغه څوک چې دوزخ ته ننوځي هغه به په ابدي، نه ختمیدونکي عذاب کې وي.

- په جنت کې داسې نعمتونه شته چې نه د چا سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا فکر کې ګرځېدلي. د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا قول دی:﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ ﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.[النحل ٩٧].او الله تعالی فرماېلي:﴿فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴾ ﴿فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴾نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول.[سورة السجدة:17]

‫که اسلام را نه وړم نو څه به له لاسه ورکړم؟

انسان به تر ټولو ستر علم او پوهه له لاسه ورکړي، کوم چې د الله تعالی پېژندل او د الله تعالی په اړه پوهه ده، او هغه به په الله تعالی باور له لاسه ورکړي، هغه څه چې انسان ته په دنیا کې امنیت او آرامي او په آخرت کې ابدي نعمت ور په برخه کوي.

انسان به تر ټولو لوی کتاب ته لاسرسی له لاسه ورکړي چې الله تعالی خلکو ته نازل کړی او په دې لوی کتاب ایمان به له لاسه ورکړي.

هغه به په سترو پیغمبرانو ایمان له لاسه ورکړي، همدا رنګه به د قیامت په ورځ په جنت کې د دوی ملګرتیا له لاسه ورکړي، او د دوزخ په اور کې به د شیطانانو، مجرمانو او ظالمانو سره مل وي، چې ډېر بد کور او بد ګاونډ دی.

الله تعالی فرمايلي دي:﴿قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (15) ﴿قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (15)ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ﴾ لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ﴾ د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.[الزمر: 15-16].

‫څوک چې غواړي په آخرت کې نجات ومومي باید اسلام قبول کړي او د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.

یو له هغو حقیقتونو څخه چې پیغمبرانو او رسولانو علیهم السلام پرې اتفاق کړی دا دی چې یوازې هغه مسلمانان به آخرت کې نجات ومومي چې په الله تعالی ایمان لري، هېڅوک ورسره نه شریکوي او په ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان لري. نو د پیغمبرانو ټول پيروان چې ایمان یې پرې راوړی او هغوی یې ریښتیني ګڼلي جنت ته به داخل شي او له اور څخه به وژغورل شي.

نو هغوی چې د پېغمبر موسی علیه السلام په زمانه کې وو او په هغه یې ایمان راوړی او د هغه په لارښوونو یې عمل کړی، نو دوی مسلمانان او نېک مؤمنان دي، مګر وروسته له دې چې الله تعالی عیسی علیه السلام راولېږه نو د موسی علیه السلام په پیروانو واجب شو چې په عیسی علیه السلام ایمان راوړي او پیروي یې وکړي.نو چا چې په عیسی (علیه السلام) ایمان راوړ هغوی نېک صالحه مسلمانان دي، او چا چې په عیسی (علیه السلام) له ایمان راوړلو انکار وکړ او ویې ویل چې زه به د موسی (علیه السلام) په دین پاتې شم نو دا مؤمن نه دی؛ ځکه چې ده پر داسې یو نبي له ایمان راوړلو انکار وکړ چې الله تعالی رالیږلی دی.بیا وروسته له دې چې الله پاک وروستی پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راولېږه، نو پر ټولو واجب دي چې ایمان پرې راوړي، ځکه کوم رب چې موسی او عیسی علیهما السلام رالیږلي همغه رب دی چې وروستی پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې رالیږلی، نو چا چې د محمد صلی الله علیه وسلم له پېغمبرۍ انکار وکړ او ویې ویل چې زه به د موسی او یا عیسی علیهما السلام پیرو پاتې شم نو دا هم مؤمن نه دی.

او دا د یو چا لپاره بسنه نه کوي چې ووایي د مسلمانانو درناوی کوي او نه په آخرت کې د نجات لپاره بسنه کوي چې خیرات ورکړي او د غریبانو سره مرسته وکړي، بلکې هغه باید په الله، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان ولري، چې الله تعالی ترې دا قبول کړي! په الله تعالی له شرک کولو، کفر ، د الله تعالی له خوا د نازل شوې وحې څخه له انکار کولو لویه ګناه نشته او نه لدې چې د وروستي پېغمبر له نبوت څخه انکار وشي.

نو یهود، نصاری او نور هغه کسان چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت په اړه یې اورېدلي او پرې له ایمان راوړلو انکار وکړی او د اسلام په دین کې له ننوتلو انکار وکړي نو دوی به د جهنم په اور کې د تل لپاره پاتې شي او همدا د الله پرېکړه ده نه د کوم بشر پرېکړه، الله تعالی فرمایلي:﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّة﴾ ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّة﴾بېشکه هغه کسان له اهل کتابو او مشرکانو څخه چې کفر يې کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي.[البينة:6].

له هغه وخته چې بشریت ته د الله تعالی وروستی پیغام نازل شوی، هر انسان چې د اسلام په اړه اوري او د وروستي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له پېغمبرۍ خبر شي، باید پرې ایمان راوړي، د هغه د شریعت پیروي وکړي او په اوامرو او نواهیو کې د هغه اطاعت وکړي، نو څوک چې د دې وروستۍ پیغمبرۍ څخه خبر شي او رد یې کړي، الله تعالی به له هغه څخه هېڅ شی ونه مني او په آخرت کې به عذاب ورکړي.

د دې خبرې دلیل د الله تعالی دا قول دی:﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ ﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ او هر څوک چې له اسلام پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي.[آل عمران ٨٥].

او الله تعالی فرماېلي:﴿قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ﴾ ﴿قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ﴾ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك له الله پرته د خدايانو په توګه نيسو، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو.[آل عمران: 64].

‫زه د مسلمانېدلو لپاره څه ته اړتیا لرم؟

اسلام کې د ننوتلو لپاره په دې شپږو ارکانو ایمان راوړل واجب دي:

په الله جل جلاله ایمان او دا چې هغه خالق، روزي ورکوونکی، چار سمبالی او مالک دی، د هغه په شان هېڅ شی نشته، هغه نه مېرمن لري او نه زوی، او هغه یوازې د عبادت مستحق دی او دا چې له هغه سره د بل چا عبادت ونه شي، او دا عقیده وساتل شي چې له هغه پرته چې د هر څه عبادت کیږي هغه باطل دی.

په ملائکو ایمان او دا چې دوی د الله تعالی بندګان دي، له نور څخه یې پیدا کړي او دنده یې ورسپارلې چې پر پېغمبرانو علیهم السلام یې وحی نازلوي.

په ټولو هغو کتابونو ایمان چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو علیهم السلام نازل کړي دي (لکه: تورات او انجیل – مخکې له دې چې تحریف شي) او وروستی کتاب قرآن کریم.

په ټولو پېغمبرانو علیهم السلام ایمان راوړل لکه: نوح، ابراهیم، موسی، عیسی علیهم السلام او د دوی وروستی محمد صلی الله علیه وسلم، او دا چې دوی ټول له انسانانو څخه وو، د وحی په واسطه یې د دوی ملاتړ کړی او هغه نښې او معجزې یې ورکړې چې د دوی د ریښتینولۍ څرګندونه کوي.

د آخرت په ورځ ایمان چې کله به الله جل جلاله مخکني او وروستني راژوندي کوي او الله تعالی به د خپل مخلوق په مینځ کې قضاوت کوي، مومنان به جنت او کافران به دوزخ ته داخل کړي.

په تقدیر باور او دا چې الله په هر څه پوهیږي، څه چې پخوا وو او څه به چې په راتلونکي کې وي، او دا چې الله پوه دی او دا هر څه یې لیکلي دي، او د دې اراده یې کړې ده او هر څه یې پيدا کړي دي.

‫په پرېکړه کې ځنډ مه کوه!

دنیا د ابدیت ځای نه دی ...

ژر دی چې ټول ښایست به یې له منځه ولاړ شي او ټول شهوتونه به ختم شي.

او هغه ورځ به راشي چې له انسان سره پکې د هغه د کړنو حساب وشي، چې هغه د قیامت ورځ ده، الله تعالی فرمایلي:﴿وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا﴾ ﴿وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا﴾.او (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې له شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي.[الكهف:49].

او یقینا چې الله تعالی په ډاګه کړې ده چې څوک اسلام نه راوړي نو هغه به د تل لپاره د دوزخ په اور کې وي.

نو دا لږ تاوان نه، بلکې لوی تاوان دی، الله تعالی فرمایلي:﴿وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ ﴿وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾او هر څوک چې له اسلام پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي.[آل عمران: 85].

نو اسلام هغه دین دی چې له هغه پرته الله نور دینونه نه مني.

نو الله موږ پیدا کړي یو او هغه ته ورګرځو او دا دنیا زموږ لپاره یوه ازموینه ده.

انسان باید ډاډه اوسي چې: دا ژوند د خوب په څېر لنډ دی ... او هېڅوک نه پوهیږي چې کله به مري!

نو د قيامت په ورځ به خپل خالق ته څه ځواب وايي چې پوښتنه ورڅخه وکړي چې: ولې یې د حق پيروي نه ده کړې؟ ولې یې د وروستي پیغمبر پیروي نه ده کړې؟

نو ستا پروردګار ته به د قيامت په ورځ څه ځواب وايي، حال دا چې هغه په اسلام کې د کفر له عواقبو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د کفارو برخليک په دوزخ کې ابدي هلاکت دى؟

الله تعالی فرمايلي:﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ ﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي.[البقرة ٣٩].

‫د هغو کسانو لپاره هېڅ عذر نشته چې حق پرېږدي او د پلرونو او نیکونو تقلید وکړي.

الله تعالی موږ ته خبر راکړی چې ډېری خلک چې په اسلام کې له داخلېدو څخه انکار کوي د هغه چاپیریال له وېرې یې کوي په کوم کې چې دوی ژوند کوي.

او ډېری نور له اسلام څخه ځکه انکار کوي چې دوی نه غواړي خپلې هغه عقیدې بدلې کړي چې له پلرونو څخه ورته په میراث پاتې دي او یا یې له چاپیریال او ټولنې څخه ترلاسه کړي او ورسره عادت شوي دي، او ډېری نور تعصب او له باطل څخه ملاتړ منعه کوي چې اسلام ومني.

او دا ټول خلک د دې لپاره هېڅ عذر نلري، دوی به د الله جل جلاله په وړاندې پرته له توجیه (دلیله) ودرېږي.

دا د ملحد لپاره هېڅ عذر نه دی چې ووایی، "زه به ملحد پاتې شم ځکه چې زه په یوه ملحده کورنۍ کې زېږېدلی یم!" بلکې هغه باید له هغه عقل څخه کار واخلي چې الله تعالی ورکړی دی، د ځمکې او اسمانونو په عظمت کې باید فکر وکړي او په خپل هغه عقل سره باید فکر وکړي چې خالق یې ورکړی ترڅو پوه شي چې دا کائنات یو خالق لري.همدا رنګه هغه څوک چې د ډبرو او بتانو عبادت کوي د خپلو پلرونو د تقلید لپاره هېڅ عذر نه لري، بلکې باید د حقیقت لټون وکړي او له ځانه وپوښتي چې: زه څنګه د یو داسې بې روحه شي عبادت وکړم چې زما نه اوري، ما نه ویني او ما ته هېڅ ګټه نه رسوي؟!

په ورته ډول، عیسوی چې په هغو شیانو باور لري چې له فطرت او عقل سره مخالف دي؛ باید له ځانه وپوښتي چې: رب څنګه خپل بې ګناه زوی د خلکو د ګناهونو له امله ووژني؟! دا ظلم دی! همدارنګه انسانان څنګه کولی شي د رب زوی په دار کړي او ویې وژني؟! آیا رب نشي کولی د بشر ګناهونه وبخښي پرته لدې چې دوی ته د خپل زوی د وژلو اجازه ورکړي؟ آیا رب د خپل زوی دفاع نشي کولی؟

نو د عاقل انسان وظيفه ده چې د حق پيروي وکړي او په باطل کې د پلرونو او نيکونو تقليد ونه کړي.

الله تعالی فرمايلي دي:﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ﴾ ﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ﴾او چې ورته وويل شي هغه (حكم ) ته راشئ چې الله رانازل كړى او رسول ته راشئ وايي هغه (تګلاره) مو بس ده چې پر هغې مو خپل پلرونه موندلي، آيا كه څه هم پلرونه يې نه په څه پوهېدل او نه يې سمه لار موندلې وه.[المائدة ١٠٤].

‫هغه څوک باید څه وکړي چې غواړي اسلام قبول کړي، خو وېره لري چې خپلوان به یې ورته زیان ورسوي؟

څوک چې غواړي اسلام قبول کړي او د خپل شاوخوا چاپېریال څخه وېره ولري، کولی شي اسلام قبول کړي او خپل اسلام پټ وساتي تر څو چې الله تعالی ورته یوه د خیر لار اسانه کړي چې په هغې کې خپلواک شي او خپل اسلام ښکاره کړي.

په انسان سمدلاسه اسلام قبلول واجب دي، خو په هغه باندې لازم نه دي چې خپل شاوخوا خلکو ته د اسلام راوړلو خبر ورکړي او يا د مسلمانېدو اعلان وکړي، که دا کار ورته ضرر لري.

او پوه شه چې کله یو څوک اسلام قبول کړي نو د میلیونونو مسلمانانو ورور به شي، او کولی شي په خپل هېواد کې له جومات یا اسلامي مرکز سره اړیکه ونیسي او له هغوی څخه مشوره او مرسته وغواړي او هغوی به په دې کار سره خوشحاله کېږي.

الله تعالی فرمايلي دي:﴿وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا) او څوک چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِب﴾ وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ) او له يو داسې لورې به روزي وركوي چې ګومان يې هم نه كوي.[الطَّلَاقِ: 2، 3]

‫ګرانه لوستونکیه!

ایا د خالق الله رضا کول -چا چې موږ ته خپل ټول نعمتونه راکړي دي، چا چې موږ ته په داسې حال کې خواړه راکول چې موږ د خپلو میندو په خېټو کې د جنین په بڼه وو، او هوا را رسوي چې موږ یې اوس تنفس کوو- د خلکو له راضی کولو څخه ډېر مهم نه دي؟

ايا د دنيا او آخرت برياليتوب د ژوند د ټولو لذتونو د قربانولو ارزښت نه لري؟ ولې نه، قسم په الله!

لدې امله انسان بايد خپل تېر -ماضي- لدې څخه منع نه کړي چې خپله تګلاره سمه کړي او له غلطې لارې راوګرځي او سم کارونه وکړي.

انسان باید نن ورځ ریښتینی مؤمن شي! او شیطان ته باید اجازه ور نه کړي چې د حق له پیروي څخه یې منع کړي!

الله تعالی فرمايلي دي:﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنزلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا (174) ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنزلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا (174) اې خلكو يقيناً چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل (چې محمد دى) درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼا نازله كړې (چى قرآن دى).فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا﴾ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا﴾نو هر هغه چې په الله يې ايمان راوړى او منګولې يې پرې لګولي دي نو ژر به يې په خپل رحمت او پېرزوينه كې داخل كړي او خپل لوري ته نېغه لار به ور وښايي.[النساء: 174-175].

‫آیا ته چمتو یې چې د خپل ژوند ترټولو لویه پرېکړه وکړې؟

که دا هر څه منطقي وي او انسان په خپل زړه کې حقیقت پېژندلی وي؛ نو باید د مسلمانېدلو لپاره لومړی ګام پورته کړي.

او څوک چې په خپل ژوند کې د غوره تصمیم نیولو لپاره مرستې ته اړتیا لري او د مسلمانېدلو په اړه لارښود غواړي؟

نو ګناهونه یې باید په اسلام کې له داخلېدو څخه منع نه کړي، الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې د انسان ټول ګناهونه بخښل کیږي که چېرې هغه اسلام قبول کړي او خپل خالق ته توبه وباسي، نو دا طبیعي ده چې انسان به د اسلام له منلو وروسته هم کېدی شي ګناهونه وکړي، ځکه موږ انسانان یو، سپېڅلې پرېښتې نه یو،خو موږ ته په کار دي چې له الله تعالی څخه بخښنه وغواړو او هغه ته توبه وباسو او که الله تعالی وویني چې موږ د حق په منلو کې ګړندي یو او په اسلام کې داخل شو او د شهادت کلمې مو وویلې، نو هغه به موږ سره د نورو ګناهونو په پرېښودلو کې مرسته وکړي، او څوک چې الله لوري ته روان شي او د حق پیروي وکړي، الله به هغه ته د نورو نیکیو توفیق ورکړي، نو انسان باید سمدلاسه په اسلام کې د داخلېدو په اړه زړه نازړه پاتې نه شي او سمدلاسه باید اقدام وکړي.

د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا قول دی چې فرمایي:﴿قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ﴾ { قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا إِن يَنتَهُوا يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ }كافر شوو ته وايه چې: که چېرې دوی منع شي، (له کفر څخه) (نو) دوی ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخکې شوي دي.[الأنفال ٣٨].

‫څه باید وکړم چې مسلمان شم؟

په اسلام کې داخلېدل اسانه خبره ده او کوم رسم، رسمي چارو او د چا حضور ته اړتيا نه لري، انسان بايد يوازې د شهادت دوه کلمې ووايي، په معنا يې پوه شي او ايمان پرې ولري، هغه داسې چې ووایي: (أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله) یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، که تاسو ته اسانه وي چې په عربي ژبه یې ووایې نو ښه ده او که درته سخته وي نو بسنه کوي چې په خپله ژبه یې ووایې او پدې سره به ته مسلمان شې، بیا نو تاته په کار دي چې دین دې زده کړې، کوم چې دې په دنیا کې د نیکبختۍ او اخرت کې د خلاصون سرچینه ده.





‫کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟

‫رب لوی خالق دی

‫دا رب (پالونکی)، خالق (پېدا کوونکی)، روزي ورکوونکی، یوازې الله پاک دی

‫د پيدا کوونکي رب صفتونه

‫د عبادت څښتن د کمال له صفاتو څخه برخمن دی.

‫دې ستر خالق ولې موږ پیدا کړي یو؟ او زموږ څخه څه غواړي؟

‫ولې ډېر شمېر رسولان؟

‫یو څوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نه شي تر څو یې په ټولو پیغمبرانو ایمان نه وي راوړی.

‫قرآن کریم څه شی دی؟

‫اسلام څه شی دی؟

‫اسلام د نېکمرغۍ لار ده

‫اسلام ته په داخلېدو څه ګټه کوم؟

‫که اسلام را نه وړم نو څه به له لاسه ورکړم؟

‫څوک چې غواړي په آخرت کې نجات ومومي باید اسلام قبول کړي او د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.

‫زه د مسلمانېدلو لپاره څه ته اړتیا لرم؟

‫په پرېکړه کې ځنډ مه کوه!

‫د هغو کسانو لپاره هېڅ عذر نشته چې حق پرېږدي او د پلرونو او نیکونو تقلید وکړي.

‫هغه څوک باید څه وکړي چې غواړي اسلام قبول کړي، خو وېره لري چې خپلوان به یې ورته زیان ورسوي؟

‫ګرانه لوستونکیه!

‫آیا ته چمتو یې چې د خپل ژوند ترټولو لویه پرېکړه وکړې؟

‫څه باید وکړم چې مسلمان شم؟