اسلام د فطرت، عقل او نېکمرغۍ دین
ددي توکې ژباړي
- Русский - Russian
- العربية - Arabic
- ไทย - Thai
- অসমীয়া - Assamese
- Hausa - Hausa
- ગુજરાતી - Unnamed
- English - English
- Wikang Tagalog - Tagalog
- Tiếng Việt - Vietnamese
- සිංහල - Sinhala
- አማርኛ - Amharic
- বাংলা - Bengali
- Кыргызча - Кyrgyz
- español - Spanish
- italiano - Italian
- فارسی دری - Unnamed
- azərbaycanca - Azerbaijani
- Mõõré - Mõõré
- тоҷикӣ - Tajik
- português - Portuguese
- svenska - Swedish
- नेपाली - Nepali
- čeština - Czech
- български - Bulgarian
- Deutsch - German
- 中文 - Chinese
- Bahasa Indonesia - Indonesian
- magyar - Hungarian
- Türkçe - Turkish
- فارسی - Persian
- Kurdî - Kurdish
- bosanski - Bosnian
- bamanankan - Bambara
- हिन्दी - Hindi
- Nederlands - Dutch
- മലയാളം - Malayalam
- ქართული - Georgian
- Српски - Serbian
- Wollof - Wolof
- Kinyarwanda - Kinyarwanda
- polski - Polish
- Malagasy - Malagasy
- Lingala - Unnamed
- اردو - Urdu
- ئۇيغۇرچە - Uyghur
- română - Romanian
- Ўзбек - Uzbek
لیکنې
Full Description
اسلام
د فطرت، عقل او نېکمرغۍ دین
بسم الله الرحمن الرحيم
آیا له ځان څخه دې پوښتنه کړې ده:
اسمانونه او ځمکه او څه چې په هغو کې له سترو مخلوقات څخه دي چا پیدا کړي؟ دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟
دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېرېدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟
ایا دې کائناتو خپل ځان پخپله پیدا کړی؟ یا له هېڅ څخه منځ ته راغلي؟ او یا په تصادفي ډول موندل شوي دي؟
چا پیدا کړی یې؟
ستاسو د بدن او د ژوندیو موجوداتو په سیسټمونو کې چا دا دقیق سیسټم ځای پر ځای کړی دی؟
هېڅ هوښیار به دا ونه مني چې ورته وویل شي: دا کور په خپله جوړ شوی، پرته لدې چې یو څوک یې جوړ کړي! یا ورته وویل شي چې: دا کور هېڅ شي (نشت) رامنځته کړی! نو ځینې خلک څنګه په هغه چا باور کولی شي چې وايي: دا لوی کائنات پرته له خالق څخه پیدا شوي؟ یو عقلمند انسان څنګه منلی شي چې ورته وویل شي: د کائناتو دا دقیق نظم په تصادفي توګه رامینځته شوی دی؟
یقینا چې د دې ټولو کائناتو او څه یې چې تر شا دي یو لوی خالق او چارسمبالی شتون لري، چې هغه الله سبحانه وتعالی دی.
او پاک رب موږ ته رسولان رالیږلي او پر دوی یې آسماني کتابونه (وحې) نازله کړې، چې وروستی یې قرآن کریم دی، هغه کتاب چې الله پاک پر خپل وروستي پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی او د هغه د کتابونو او رسولانو له لارې یې:
موږ ته خپل ځان، خپل صفتونه او خپل حقونه راپېژندلي، او په خپل ځان یې زموږ حقونه راته بیان کړي دي.
⦁ او موږ ته یې لارښوونه کړې چې دی هغه رب دی چې مخلوقات یې پیدا کړي، او دا چې هغه ژوندی دی او نه مړ کیږي، او مخلوقات یې په قبضه، واکمنۍ او د کنټرول لاندې دي.
او موږ ته یې فرمایلي چې د هغه له صفتونو څخه یو یې علم دی، نو هر څه یې په خپل علم کې راګیر کړي، اورېدونکی دی هېڅ شی ترې په ځمکه او اسمان کې پټ ندی.
او رب هغه تل ژوندی او پالونکی ذات دی چې د هر مخلوق ژوند یوازې د هغه لخوا دی او دا چې هغه تل ژوندی، پایښت لرونکی ذات دی چې د هر مخلوق ژوند پر هغه پاک ذات ولاړ دی، الله تعالی فرمایلي:﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾ ﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾الله هماغه (ذات) دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالوونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوک وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هېڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانونو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.[سورة البقرة:255].
⦁ او موږ ته یې فرمایلي چې دی هغه څښتن دی چې د بشپړتیا په صفتونو ستایل شوی، موږ ته یې عقلونه او داسې حواس راکړي چې د هغه عجب مخلوقات او قدرت پرې درک کړو، کوم چې موږ ته د هغه عظمت، ځواک او د صفتونو بشپړتیا را په ګوته کوي، او په موږ کې یې داسې فطرت کښت کړی چې د هغه په کمال دلالت کوي او دا چې هغه په نیمګړتیا سره نه شي یادېدلی.
⦁ او موږ ته ئې راښودلي چې څښتن د آسمانونو د پاسه دی نه په نړۍ کې دننه دی او نه پکې نړۍ منحل ده.
⦁ او موږ ته یې خبر راکړی چې موږ باید هغه پاک ذات ته تسلیم شو، هغه زموږ او د کائناتو خالق او چارسمبالی دی.
نو خالق ذات لره د عظمت صفات دي او هېڅکله د اړتیا یا نېمګړتیا په صفتونو نه یادول کیږي، رب نه هېروي، نه خوب کوي او نه خواړه خوري، او شوني نده چې ښځه یا زوی ولري؛ ټول هغه معلومات چې د هغه د عظمت سره په ټکر کې دي؛ د هغې صحیح وحی برخه نه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا راوړل شوې ده.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ * ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ *(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: هغه الله يو دی.ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ * ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ *الله بې پروا دی.لَمۡ یَلِدۡ وَلَمۡ یُولَدۡ * لَمۡ یَلِدۡ وَلَمۡ یُولَدۡ *نه يې (څوک) زېږولى او نه دى (له چا) زېږول شوى دی.وَلَمۡ یَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ﴾ وَلَمۡ یَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ﴾او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته.[الإخلاص: ١-٤].
که چېرته تاسو په خالق څښتن باور لرئ ... نو ایا تاسو کله په دې هم فکر کړی چې ستاسو د پیدایښت هدف څه دی؟ او الله تعالی له موږ څخه څه غواړي، او زموږ له وجود څخه موخه څه ده؟
ایا شونې ده چې الله تعالی موږ یې پیدا کړي یو او بیا دې راڅخه بې پروا شي او همداسې مو پرېږدي؟ ایا دا کېدی شي چې الله تعالی دا ټول مخلوقات پرته له کومې موخې او هدف څخه پیدا کړي؟
حقیقت دا دی چې لوی خالق " الله" جل جلاله موږ ته زموږ د پېدایښت په اړه خبر راکړی چې هغه د یو الله عبادت دی، او دا چې زموږ څخه څه غواړي! او خبر یې راکړی چې هغه ذات یوازې د عبادت مستحق دی، او د پېغمبرانو له لارې یې پوه کړي یو چې څنګه د هغه عبادت وکړو؟ څنګه کولای شو چې د هغه د حکمونو په تعقیبولو او د ممانعتونو په پرېښودلو سره هغه ته نږدې شو؟ څنګه د هغه رضایت ترلاسه کړو؟ د هغه له عذابه ووېرېږو، او له مرګه وروسته یې موږ ته زموږ د برخلیک په اړه خبر راکړی دی؟
هغه موږ ته فرمايلي چې دا دنیوي ژوند یوازې ازموینه ده، او دا چې ریښتینی او بشپړ ژوند به له مرګ نه وروسته وي.
او موږ ته فرمایلي چې چا د الله تعالی د امر سره د هغه عبادت وکړ او له هغه څه یې ډډه وکړه چې ترې منع کړی یې دی نو هغه به په دنیا کې ښه ژوند او په آخرت کې ابدي نعمتونه ولري، او چا چې د هغه نافرماني وکړه او کفر یې پرې وکړ نو په دنیا کې به بدبخته او په آخرت کې به ابدي عذاب ولري.
او ځکه چې موږ پوهیږو چې شونې نده پدې دنیا کې ژوند وکړو او هېڅوک دې د خیر او شر جزا و نه ویني؛ داسې چې نه ظالم ته جزا ورکړل شي او نه نیک عملو ته اجر او بدله.
او موږ ته زموږ پروردګار فرمایلي چې د هغه رضایت ترلاسه کول او د هغه له عذابه خلاصون په اسلام کې له داخلېدو پرته ناشوني کارونه دي، اسلام هغه ته تسلیمېدل، یوازې د هغه واحد ذات عبادت کول چې شریک نه لري، هغه ته په پېروۍ سره غاړه اېښودل او په رضایت او قبولۍ سره د هغه د شریعت پیروي کول، او هغه ذات موږ ته فرمایلي چې له اسلام پرته له خلکو بل دین نه مني، الله تعالی فرمایلي:(وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ) (وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ)او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دی.[آل عمران:85].
که څوک نن سبا هغه څه ته وګوري چې ډیری خلک یې عبادت کوي؛ نو وبه ویني چې څوک د انسان عبادت کوي، څوک د بت عبادت کوي، څوک د سیارې عبادت کوي او داسې نور، نو عقلمند انسان ته نه ښایي چې له رب العالمین پرته د بل چا عبادت وکړي، هغه ذات چې په صفاتو کې بشپړ دی، نو څنګه یو څوک د خپل ځان په څېر او یا له ځان څخه ښکته د بل مخلوق عبادت کوي! بشر، بوت، ونه او حیوان هېڅکله معبود کیدلی نه شي !
نو ټول هغه دینونه چې خلک یې نن سبا عبادت کوي - پرته له اسلام څخه - د الله تعالی لپاره د منلو وړ ندي، ځکه چې دا د انسانانو لخوا رامینځته شوي دي او یا دا چې اسماني دینونه دي خو د انسانانو لخوا پکې لاسوهنه شوې ده، او اسلام خو د رب العالمین دین دی، نه تغیریږي او نه بدلیږي، او د دې دین کتاب قرآن کریم دی، هغه کتاب چې تر دې دمه هغه ډول ساتل شوی لکه څنګه چې نازل شوی و، او تر نن ورځې پورې د مسلمانانو په لاسونو په عربي ژبه دی؛ هغه ژبه چې په وروستي پېغمبر پرې نازل شوی دی.
د اسلام له بنسټونو څخه یو دا دی چې د الله تعالی له خوا په رالیږل شوو ټولو پیغمبرانو ایمان ولرو او دا چې هغوی ټول انسانان وو، الله تعالی یې په نښانو او معجزو سره مرسته کړې، او د دې لپاره یې رالیږلي چې خلک یوازې د هغه عبادت ته راوبلي، چې شریک نه لري.د رسولانو وروستی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی، الله تعالی هغه له الهي شریعت سره رالیږلی چې له هغه وړاندې د نورو شریعتونو پای ته رسوونکی دی، هغه یې په لویو معجزو سره تائید کړی چې ترټولو ستره یې د رب العالمین کلام قرآن کریم دی، تر ټولو ستر کتاب چې تر دې دمه بشریت پېژندلی، (هغه کتاب چې) د مضمون، الفاظو، نظم او احکامو له اړخه معجزه کتاب دی، په دې کې د حق لوري ته لارښوونه ده چې په دنیا او آخرت کې انسان خوښۍ او نېکمرغۍ ته رسوي، او په عربي ژبه نازل شوی دی.
ډېری عقلي او علمي شواهد شته چې له شک پرته ثابتوي چې دا قرآن د خالق کلام دی، او دا چې امکان نه لري د بشر کتاب اوسي.
او د اسلام له بنسټونو څخه په ملائکو او د اخرت په ورځ ايمان دى، چې الله تعالى به د قيامت په ورځ خلک له قبرونو څخه د اعمالو د حساب لپاره راپورته کوي، په داسې حال كې چې مؤمن به په جنت كې د ابدي نعمتونو خاوند وي، او چا چې کفر کړی او بد عملونه یې کړي نو د هغه لپاره به په دوزخ کې لوی عذاب وي، د اسلام له بنسټونو څخه دا دي چې په هغه څه ایمان ولرو چې له خیر او شره څخه الله تعالی اندازه کړي دي.
د اسلام دین د ژوند لپاره یوه بشپړه تګلاره ده، چې له فطرت او عقل سره مطابقت لري او سالم نفسونه یې مني، لوی خالق خپلو مخلوقاتو ته قانون ګرځولی او دا د الله تعالی له خوا خلکو ته په دنیا او اخرت کې د خیر او نېکمرغۍ دین دی، هېڅ ټبر ته پر بل غوراوی نه ورکوي، او نه یو رنګ ته پر بل رنګ، ټول خلک پکې برابر دي، هېڅوک چې په چا برتری نه لري مګر د نیک عمل په اندازه.
الله تعالی فرمایلي:(مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِن فَلَنُحۡيِيَنَّهُۥ حَيَوٰة طَيِّبَة وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ) (مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِن فَلَنُحۡيِيَنَّهُۥ حَيَوٰة طَيِّبَة وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ)چا چې نېک عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو، د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.[النحل:97]
او له هغه څه نه چې الله تعالی پرې په قرآن کریم کې تاکید کړی دا دي چې په الله تعالی د رب او معبود، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه ایمان راوړل او په اسلام کې داخلېدل اړین کارونه دي چې انسان په کې هېڅ اختیار نلري؛ او د قيامت په ورځ به حساب او بدله وي، نو څوک چې ریښتینی مؤمن وي هغه لره کامیابي او لوی بریالیتوب دی، او چا چې کفر کړی وي نو هغه په ښکاره تاوان کې دی.
الله تعالی فرمايلي دي:(... وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدۡخِلۡهُ جَنَّٰت تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ، (... وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدۡخِلۡهُ جَنَّٰت تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ،او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې به ویالې بهېږي، دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده،وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدۡخِلۡهُ نَارًا خَٰلِدا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَاب مُّهِين) وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدۡخِلۡهُ نَارًا خَٰلِدا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَاب مُّهِين)او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى.[النساء:14-13].
او څوک چې اسلام کې د داخلېدو اراده ولري نو (أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله) دې ووایي، پداسې حال کې چې په معنا یې پوه وي او ایمان پرې ولري، نو پدې سره به مسلمان شي؛ بیا به د اسلام نور قوانین ورو ورو زده کوي، تر څو هغه کارونه تر سره کړي چې الله تعالی پرې فرض کړي دي.